سیاست او مبارزه

سیاست او مبارزه

محمد سعید سعیدی

 سیاست او مبارزه یو لوړ قد لرونکی سوربښن چې پیک داره خولۍ یې پر سره او لاس کې دوسیه وه دفترته د اجازې اخستو وروسته را ننوت، سمدلاسه یې وویل کوم خاص مجلس خو به نلری ؟ نه، مهربانی د وطن د درد خبري کوو. په دسمال باندي خوالې پاکي کړی او خوالۍ له سره لرې کړه . لاسونه یې هم رپیدل. له روانه څخه ډیر به ادبه او سنجیده انسان معلومیده سپین ږیری لاس تر زنې ناست سیاسی بحث ته دقیق غوږ نیولی او سر یې ښکته اچولی و دا چې ټولو ګډون والو خپل ځانونه تش کړل نو سپین ږیری مجلس ته مح راوړه وه له اجازي وروسته یې په واضح ټکو وویل : « له خبرو مو معلومیږی چې تاسو سیاسی خلک یاستی ! ما هم سیاست کړی، مبارزه مې کړی، د …….سازمان غړی وم داچې د ځوانانو په جلب او جذب کې مې مهارت درلوده نو خدای شته سازمان را باندي اعتماد کوه او سازمان ته نږدي انسان وم ، تل به مو مظاهري کولی او مرګ بر امپریالیزم مرګ په توره ارتجاع نغري وهلي خو اوس ډیر نارام یم، خپل ضمیر او وجدان مې تل ملامته وي کوم ځوانان مې چې جذب کړي …………. د وخت حکومت بندیان او ژوندي ورک کړل، ایا زه د هغوی او کورنۍ په مقابل کې مسولیت نلرم؟…………..» هغه سازمان څه شو ؟ چیرته دی ؟ رهبري شورا غړي کوم ځای کې ژوند کوي ؟ له اوږدې چوپتیا وروسته یې اوښکي په دسمال پاکي کړي بیا یې هم وویل زه اوس مرفه ژوندلرم خارج کې اوسیږم امکانات لرم د سازمان اکثره غړي په جرمنی، امریکا،اسټرلیا او ………پیشرفته هیوادونو کې ژوند کوي اوس هم فکر کوم او دې پایلي ته رسیږم چې ولی یو ساده انسان را څخه جوړ و؟ خو په دې پوهه شوم چې زه د هغه وخت سیاسیونو د تاریخي، فلسفي، او علمی پوهي اثر لاندې راغلی وم داسی ساحرانه ژبه یې درلوده چې مې فکر وکړ بس همدوی د انسانیت فرښتي دي او مظلوم ته به د ظالم له پنجو څخه نجات ورکوي خو………. خبر نوم چې زه به هم ظالم کیږم زما له له وجې به هغه ځوانان چې ما جذب کړې و او د ویښ احساس خاوندان و و هغه به شهیدان کیږی او زه به په خارج کې مرفه ژوندلرم په هغه څه چې عقیده لری قسم خورم چې موږ په خارج د هغوی په تویو شویو وینو له برکته ژوند کوو او حتا موږ یې د هغوی له کورنی هم معلومات نلرو…….. بس نوره د ویلو څه نشته خو …..خو …..خدای ته وګوری! انسانیت ته وګوری تاسې داسې ونکړی!…… نوره یې هم اضافه کړه «چې تاسو خفه نشی زه خپل زړه سپکول غواړم موږ به د عدالت او مساوات چیغي وهلي او د ظاهر شاه پاچا په مقابل کې مو شعارونه ورکول خو نه مو عدالت تامین کړ او نه انصاف موږ به دا هم ویل چې مرګ بر امپریالیزم خو اوس د امپریالیزم په غیږ کې پراته یو، د هغوی سوسیال پیسو ته منتظر: ورخي او شپي شمیروو په خوله وایو چې مملکت سره مینه لرم خو تابعیت مې د بل مملکت اخستی کوم یو نیم خوځښت چې بیرون ګوری هغوی وزګار دي دومره څوک ورسره نشته چې خبري ورسره وکړي د خپل ځان د ساتیری په خاطر سیاسي خبري کوي اوله رواني تکلیفونو څځه ځان ژغوري موږ څومره ……….. یو چې د قدرت او پیسو له پاره هر څه کولو ته تیاریو زه دوکه شوی و م د هغو ځوانانو او کورنی په مقابل کې مسولیت لرم . ما د خپل ضمیر او خاوري سره تعهد کړی وخو هغه تعهد مې مات کړ نو ما ترې وپوښتل چې تاسوڅرنګه تعهد کړی و نو اوس سیاست او مبارزه نکوی؟ که څرنګه؟ مسکۍ شو ، غمجنه خندا یې وکړه او له یو لوی اسویلي کولو څخه وروسته وویل سعیدی صایب! عجب ! تاسو اوس هم پوهه نشوای ! کومه مبارزه ؟ مبارزه فلسفی او تاریخي خبرو کولو ته مبارزه ویل کیږي ؟ تیښتي ته مبارزه وای ؟ موږ خو خارج ته په تیښته بریالی شو، تعهد، قربانی ……دا هرڅه مو هیر کړل خپل ځان راته ګران و موږ هیڅ ……..نلرو تاسې دیته لږ متوجي شی : ما بیا ترې وپوښتل د دونیا په سیاسي تاریخ کې ډیرې داسي پیښي ثبت دی چې د سازمان ځیني غړي بیرون په نورو هیوادونو ته سفرونه لري او هلته د څه وخت له پاره سیاسي فعالیت کوي د ریشمی رمال تحریک مثال مې ورکړ چې له هندوستان څخه افغانستان ته راغلي و او حتا افغانستان کې دولتی تشکیلات جوړ کړي و هغه په فلسفي انداز کې وویل دا سمه ده زه هم یو مهال د سازمان له خوا ځینو ملکونو ته تللی وم خو وظیفه راکړل شوې وه بیرته را غلم دا چې تاسو کوم سیاسي خلک په بهرنیو ملکونو کې ګوری دوی ته دنده نه دی ورکړل شوي دوی خو هلته تابعیت اخستی اولادونه او ښځه یې هلته دی تعلیمونه کوي پیسي ګټي دوی په حقیقت کې د هماغه هیواد اوسیدونکی ګڼل کیږي ګوره سعیدي صایب تاسو لږ دیته متوجي شی چې تل دې شعار ورکړی وي چې مرګ بر امپریالیزم او بیا د هغوی سوسیال ته منتظر وي هغې ته مبارزه او غیرت وایی؟ چې مشترک اهداف ولری او دري کسان په خپل منځ کې سره نه جوړیږي ایا دا خود خواهی نه دی بل څه دی ؟ مجلس کې ناست یو ګډون وال چې هغه هم ټول عمر په مبارزه او سیاست کې تیر شوی و، داسي وویل چې موږ هم ډیره سخته قرباني ورکړی شهیدان مو ورکړی خو شکر چې یو نفر پیدا شو په خپلو اشتبا هاتو باندي اعتراف وکړ، زموږ سیاست مداران دغه خصلت نلري …….. هغوی اوس هم په دې وطنوالو باندي ملنډې وهی ګوری زما تجربه له تاسو څخه ‌ډیره ده ما عمر خوړلی دی تاسو زموږ مبارزین سم او دقیق و ګوری د ښځو د حقوقو چیغي وهی د ښخو د مساوات نغري وهی خو خپله ښځه او لور په اوو پردو کې پټه ساتي ایا د منافقت نه دی ؟ دوی ډیموکراسي، جمهوریت او بشر حقوق غواړي خو عقیده پرې نلري مظاهرو کې هم خپل اولادونه شتون نلري دوی غواړي چې د نورو په وسیله سیاسی قدرت ته ورسیږي او یا له ښو امکاناتو برخوردار شی ګوری لژ اوښیار شی فکر او شعور څخه کار واخلی که په واقعي مانا څوک مملکت ته کار کوي لومړی هغوی خپل هیواد او وطنوال کله هم نه پریږدي‌ په ښکلو شعارنو، ښو خبرو او ښایسته لباس به نه غولیږئ کر بلبل طاوس کے تقلید سے توبہ بلبل فقط آواز ہے طاوس فقط رنګ

Bookmark the permalink.

© 2021 ، روشنگران همه حقوق محفوظ است.