د وطن د يو نامتو ملي، ادبي، فلسفي، سياسي شخصيت شاعــر او ليکوال شهيد جنرال سيدحسن حسن” شيــون

د وطن د يو نامتو ملي، ادبي، فلسفي، سياسي شخصيت شاعــر او ليکوال شهيد جنرال سيدحسن حسن” شيــون

د وطن د يو نامتو ملي، ادبي، فلسفي، سياسي شخصيت

شاعــر او ليکوال شهيد جنرال سيدحسن حسن” شيــون”

مشهور شعر وطنه زار وطنه چې د ډيرو کلنو راهيستي د

وطن د مينانـو ورد زبان دي ګرانـو لوستونکو تــه وړانـدي کوو.

د خپلواکى وږمه اداره ( نسيم آزادى)

وطنه زار وطنه

غمونــه ستا مې شــوه پـه زړه بانــدې انبار وطنه

وطنه زار وطنه

ستا پـه کـړاو کې مې وجود شـه ټول بيمار وطنه

وطنه زار وطنه

د ستــــا لــه غصه و غم

د ستــــا لـــــه درد و الم

ليمه مې ډک شوه له نم

زړګى مې غوڅ شـو قلم

لـــــه ستــرګو وينى تويـوم، ژاړم کوکــار وطنه

وطنه زار وطنه

ته وې څښتن د لوى نام

ستـــا و عـــزت احتـرام

خلکــو سبــا و ماښـــام

کاوه بـه تــا تــه ســلام

نـن د اولاد دى خــوار و زار پــه هــر ديــار وطنه

وطنه زار وطنه

ستــا حوايج دي بسيار

ستــا ضــرورت بيشمار

که ته ملا تينګــه د کار

و نــه تــړې پــه زيــــار

پاتې بـه نـور هـم بيرتـه شې لــه خپل قطـار وطنه

وطنه زار وطنه

ته وې مشرق د سـر تاج

اخيست دې باج خــراج

نـن ضـــرورت احتيـاج

ډرنـه خــــراب که رواج

د پښو لانـدې شوي د ايشيا د ســر دستــار وطنه

وطنه زار وطنه

سترګې دې پورته که جان

وګوره حــال د زمـــــان

واړه مخلوق د جهـــــان

مشغول د علم و عرفـــان

زامن د ستــا اختــه پــه چــرس او په قمـار وطنه

وطنه زار وطنه

لـــه تــا نـــه تلـلي اقـوام

پـه مخکې څومــره ايـام

کـه غــواړې هغـــه مقـام

لږ په سرعت واخلـه ګام

د عـزم و همت په مـخ کې نشته خنډ و خـار وطنه

وطنه زار وطنه

علـم و هنــــــــر نلـــرى

ځکـــــه خبـــــر نلـــرى

خپل يـو دا کتر نلـــرى

يــو کمپوډر نلــــــرى

تختـه د مشق ده ستــا مريض د هــر اغيار وطنه

وطنه زار وطنه

ستا محبت پـه ضمير

واجب د شــاه و فقير

ستــا ودانــې و تعمير

فرض د صغير و کبير

خاونــد دې ساتـــه د پـردي لـــه استعمـار وطنه

وطنه زار وطنه

ستــا احتياج و ضرور

کـړم نا علاج و رنځور

د عندليب پــه دستور

راته فرياد شو منظور

زه سيدحسن ژړا شيـون مې دې شعـــــار وطنه

وطنه زار وطنه

برگرفته از کتاب: برگى چند از نهفته هاى تاريخ

در افغانستان (چاپ دوم)

تاليف: خالد صديق چرخى

Bookmark the permalink.

© 2021 ، روشنگران همه حقوق محفوظ است.